اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مایک والټز: د هغو کسانو پروړاندې په جدي توګه درېږو چې زمونږ فرهنګ زیانمنوي

دید خبرې آژانس: د ډونالډ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د سې شنبه په ورځ وویل، چې د امریکا د دوښمنانو پر وړاندې به په جدي توګه ودرېږي. نوموړي وویل، د امریکایي وګړو د امنیت، ارزښتونو او ازادیو د ساتلو په پرتله هېڅ ډول مسوولیت مهم نه دی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ مایک والټز د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکه.

والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارډ کې خدمت کړی دی او په افغانستان کې د طالبانو پروړاندې د جګړو تجربه هم لري.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «مونږ به له ولسمشر ټرمپ سره د نننۍ نړۍ له روانو کړکېچونو سره مبارزه وکړو او د هغو کسانو پروړاندې به ودرېږو چې زمونږ فرهنګ زیانمنوي.»

والټز دغه راز وویل: «خپل متحدین به ځان سره نږدې وساتو او له خپلو دوښمنانو سره له مخامخ کېدو څخه هم نه وېرېږو.»

د ډونالډ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار مایک والټز همداراز یادونه وکړه: «د امریکا ښې ورځې راتلونکې دي او له ولسمشر ټرمپ سره به خپلې ازادۍ تضمین کړو او داسې یوه راتلونکې به جوړه کړو، چې زمونږ ملت به په کې ازاد پاتې شي.»

والټز د امریکا په ولسي جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی او د ډونالډ ټرمپ له ملاتړو څخه دی.

نوموړی چې ۵۰ کاله عمر لري، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي له سرسختو نیوکه کوونکو څخه دی.

مایک والټز د تېر کال د تلې په میاشت کې په کانګرس کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې طا-لبانو د افغانستان د پخوانیو پوځيانو وژلو او ځورولو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په هغو خبرو هم نیوکه کړې وه، چې ویلي یې و طالبانو د القاعدې او داعش ډلو په ځپلو کې بریالی اقدام کړی دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره پر یوې بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناکه او لویه تېروتنه ده

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا