اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

مایکل مک کال: بلینکن محاکمه کېږي

دید خبرې آژآنس: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، له څو میاشتو غوښتنو سره سره؛ خو بيا هم د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ښاغلي مک کال د کانګرېس په یوه غونډه کې ویلي چې دی به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د «ناورين زيږونکي وتلو» په اړه د خپل راپور موندنو د څېړنې لپاره احضار کړي.

ښاغلي مک کال وویل: «بلینکن هغه احضاريه رد کړه او حاضر نشو،  اوس زه د هغه د محاکمې ته د دوام ورکولو پرته بله چاره نه لرم.»

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر همداراز د افغانستان په اړه د ښاغلي بلینکن د ۱۴ ځلي شهادتونو په اړه د متیو مېلر څرګندونې ناسمې بللې دي.

هغه وايي: «مېلر ادعا کوي چې بلنکين ۱۴ ځلې کانګرېس ته او څلور ځلې د افغانستان په اړه زما د کمېټې په وړاندې حاضر شوی دی. مګر حقایق خپله خبرې کوي. وزیر هیڅکله د تحقیقاتو په اړه د دې کمیټې مخې ته نه دی حاضر شوی، حتی یو ځل هم نه دی.»

مایکل مک کال دغه راز زیاته کړه: «هیلمن وم چې داسې به نه وى شوى. خو د بهرنیو چارو وزیر دغه حالت پخپله د ځان لپاره جوړ کړی دی. زه د دې پروسې په ترسره کولو خوښ نه یم.»

د يادولو وړ ده، چې په تېرو دوو اونیو کې د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې لږ تر لږه دوه ځلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د شهادت لپاره وربللی و. خو انتوني بلینکن په دې کمیټه کې حاضر نه شو.

ښاغلي مک کال انتوني بلینکن په درواغجنو ژمنو تورن کړ او ویې ویل: «د دې پر ځای چې له ما سره همکاري وکړي بلنکين درواغجنې ژمنې وکړې او زه یې د دې مهمې موضوع په سیاسي کولو تورن کړم. خو د دغې جدي پېښې د څېړلو کمېټې ته له حاضرېدو نه د هغه انکار، له افغانستانه د وتلو موضوع سیاسي بڼه خپله کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې مایکل مک کال د سپتمبر په نهمه په کانګرېس کې ښاغلي بلینکن ته بلنه ورکړه او ټینګار یې وکړ چې د ښاغلي بلنکن نه حاضرېدل ښيي چې هغه لا هم د داسې یوې غمیزې د بیا پېښېدو د مخنیوي لپاره د قانوني حل لارې موندلو لپاره سیاست او ظاهري نظر ته ترجیح ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا