اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مایکل مکال: له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې یو تور داغ دی

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د کابل په هوایي ډګر کې د ۱۳ تنو امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې د یو تور داغ په نوم یاد کړ.

مایکل مکال وویل: «دغه داغ به راتلونکو نسلونو ته پاتې وي او دغه پېښه د جو بایډن د سترګو وړاندې تېره شوې ده.»

هغه دغه څرګندونې د جوبایډن د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي.

جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه) په یوه ټاکنیزه مناظره کې وویل چې: «زه په اوسنۍ پېړۍ کې یواځینی ولسمشر یم، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې هیڅ یو [امریکایي] سرتېری د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه دی وژل شوی.»

دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له غبرګون سره مخامخ شوې.

مایکل مکال د بایډن دغه ادعا «دروغ» وبلله او زیاته یې کړه: «دغې جملې زه خواشینی کړم، زه پوهېږم چې دې جملې زموږ د پخوانیو سرتېرو کرکه راوپاروله، د امریکا د خلکو او د امریکايي سرتېرو د کورنیو کرکه یې راوپاروله.»

مکال د هغو ۱۳ تنو امریکایي سرتېرو یادونه وکړه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه د دا/عش ډلې د یو ځانمرګي برید له امله د کابل په هوايي ډګر کې ووژل شول.

دغه امریکايي چارواکي د هغو «زرګونو دا/عشیانو» د تېښتې په اړه هم وویل، چې د بګرام له هوايي ډګره وتښتېدل او د کابل په هوايي ډګر کې یې برید وکړ.

هغه زیاته کړه: «خدای به پوهېږي، چې دا مهال هغوی چېرته دي او لا به هم د امریکا امنیت ته څنګه ګواښ پېښوي.»

مکال، بایډن ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه وویل: «دا په تېره یوه لسیزه کې د امریکايي ځواکونو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.»

مکال په روښانه توګه وویل: «هغه ته [بایډن ته] شرم په کار دی، هغه دې د دغو څرګندونو په اړه لږ وشرمېږي، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د امریکايي سرتېرو پر وړاندې بې پروايي کړې ده.»

د مکال تر څنګ د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې وویل: «د بایډن په مدیریت کې د ځواکونو وتنه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرمونکې ورځ وه.»

ټرمپ له بایډنه وپوښتل هغه کسان یې چې له افغانستانه د «شرموونکې» وتنې په چاره کې ښکېل وو له دندو لرې کړي که نه؟

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا