اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهګزارش

مایکل سمپل: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له طالبانو د مسکو تمه بې ځایه ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني مرستیال مایکل سمپل کابل ته د روسیې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په اشارې سره ویلي، مسکو تمه لري چې طا-لبان له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو د ده په وینا، ترهګرې ډلې د طا-لبانو په مېلمستونونو کې میشتې دي.

سمپل ویلي، چې د طا-لبانو په استخباراتو کې یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې چې له وسله والو او ترهګرو ډلو سره تماس ونیسي.

په روسیه کې د ایران د معاصرو مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف ویلي، چې روسیه د افغانستان د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه ​​ده.

هغه زیاته کړه، طا-لبان نه یوازې دا چې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې توان نه لري، بلکې په ځینو مواردو کې یې د دغو ډلو د فعالیت په اړه بې پروايي کړې او یا یې هم ورسره همکاري کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طا-لب چارواکو سره یې وکتل.

نوموړی په تیرو دریو کلونو کې د روسیې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

دفاعي او امنیتي همکاري

له روسي پلاوي سره تر لیدنې وروسته طا-لب چارواکو په خپلو رسمي اعلامیو کې پر ترانزیتي-اقتصادي مسایلو زیات ټینګار کړی دی. د طا-لبانو د مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په څرګندونو کې پر امنیتي او دفاعي مسایلو خبرې نه دي شوي.

خو مایکل سمپل په دې باور دی چې دغه سفر په اصل کې پر دفاعي او امنیتي مسلو ډیر تمرکز درلود.

هغه وویل: “روسیه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره طالبان تمویلوي، خو په حقیقت کې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پراختیا لپاره د طا-لبانو په استخباراتو کې یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې ده.” هغه وايي: “ترهګر د طا-لبانو په مېلمستونونو کې اوسېږي او له دې ډلې څخه تنخوا ترلاسه کوي.”

نوموړي دغه حالت د ټولو لپاره یوه ناورین وباله او ویې ویل، چې امریکا، روسیه او ایران له دې مسلې خبر دي.

طا-لبان او له ترهګرو ډلو ګټه پورته کول

سمپل زیاته کړه، چې طا-لبان د ترهګرو ډلو له شتون څخه د سیمې له هېوادونو سره د خپلو اړیکو په ګټه کار اخلي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پخواني استازي هم دې موضوع ته په اشارې سره وويل، چې په تېرو درېيو لسيزو کې بېلابېلو هېوادونو هڅه کړې، چې له طا-لبانو ګټه پورته کړي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.

صفروف هم د سمپل څرګندونې تایید کړي او ویلي یې دي، چې طا-لبان له ترهګرو ډلو څخه د سیمې پر هیوادونو د فشار راوړلو لپاره کار اخلي ترڅو دغه هیوادونه وښيي چې دوی د طالبانو مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د روسیې د حضور زیاتوالی

صفروف زیاته کړه، چې روسیه غواړي په افغانستان کې حضور ولري تر څو له افغانستان څخه د ګواښونو مخه ونیول شي. نوموړي دا هم ویلي، چې روسیه غواړي افغانستان د خپل سیاست په محور کې راولي.

صفروف وویل، چې په دې سفر سره روسیې لویدیځ ته دا پیغام ورساوه چې د اوکراین جګړې نه یوازې په نړۍوالو چارو کې د دغه هېواد نفوذ او دریځ کم کړی، بلکې د افغانستان په ګډون په نړۍوالو ډګرونو کې یې حضور او نفوذ زیات کړی دی.

هغه زیاته کړه: “روسیه به په هیڅ صورت امریکا او ناټو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان ته ورشي او د دغه هیواد مدیریت په لاس کې واخلي.”

د منځنۍ اسیا دغه لوړپوړی کارپوه هم وايي، که روسیه په افغانستان کې نه وي، نور قدرتونه کولای شي له دغه هېواده په سیمه کې د ننګونو د رامنځته کولو لپاره کار واخلي. هغه زیاته کړه، چې افغانستان یو پراخ هېواد دی او په دغه هېواد کې د وضعیت کنټرول به ډېر ستونزمن وي.

د یو ټول شموله حکومت جوړول

د صفروف په وینا، مسکو په دې باور دی چې په واک کې د طا-لبانو د مخالفینو له شتون پرته د افغانستان امنیت او ثبات نه شي تامینیدای.

هغه دا هم وویل، چې د وسله والو طا-لبانو ګټې باید په پام کې ونیول شي او د هېواد په اداره کې دې ونډه واخلي. دغه روسي کارپوه په دې خواشیني څرګنده کړه چې طا-لبان د روسیې او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه کوي.

مایکل سمپل دا هم ویلي، چې کابل ته د بهرنیو چارواکو په ځانګړي ډول د لوړ پوړي روسي پلاوي سفر به د طا-لبانو پر ځان باور پیاوړی کړي او دا ډله به خپلو مخالفینو ته وايي: “موږ هیڅ چیرې نه ځو او دلته دایمي یو.”

د هغه په ​​وينا، طا-لبان له نورو تمه لري، چې د دوی غوښتنې پوره کړي، خو په خپله دې برخه کې نرمښت نه ښيي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا