مالیې وزارت: د وروستيو نوسانونو عوامل منفي تبلیغات دي
دید خبرې آژانس: د مالیې وزارت د سرپرست ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د دغه وزارت د مالي معین او د مالي پالیسۍ برخې د کارپوهانو په شتون کې، نن د هېواد د اقتصادي وضعیت د ارزونې ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د ملي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د پولي واحد (افغانۍ) پر ارزښت او پر ملي اقتصاد د بهرنیو سیاسي بدلونونو او رسنیزو ناسمو او منفي تبلیغاتو په اړه هر اړخیز او تخصصي بحثونه شوي دي.
په ناسته کې څرګنده شوې چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر له کومې ستونزې پرته په ښه حالت کې دی، بانکي سکټور باثباته دی، ملي عواید په شفاف ډول راټولېږي او د نظام اړین لګښتونه له ستونزې پرته په عادي ډول تادیه کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دا چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې يوڅه ټکنی شوی دی؛ عوامل يې په لویه کچه کورني او بهرني منفي تبلیغات دي چې د افغانۍ ترڅنګ يې د سیمې او نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د پولي واحدونو پر ارزښت هم منفي اغېزه کړې ده او دا چارې د افغانستان د منفي اقتصادي وضعیت ښکارندویي نه کوي.
ماليې وزارت دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په برخه کې کورني اقتصادي عوامل په عادي حالت کې دي او دغه عوامل د پولي واحد د تلپاتي ارزښت ساتلو هڅو ته دوام ورکوي چې دغه وزارت به له اړوندو امارتي ادارو سره په ګډه په راتلونکي کې هم، د ملي اقتصاد او پولي واحد د با ثباته ساتلو په برخه کې خپل مکلفیتونه په جدي ډول ترسره وکړي.