اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مارشال دوستم د حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ دورې لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د طا-لبانو پر وړاندې د جلا وطنه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ پر افغان سیاسي ګوندونو غږ وکړ، چې د طا-لبانو د له منځه وړلو لپاره د جلا وطنه حکومت پر جوړښت موافقه وکړي.

مارشال دوستم د شهیدانو د اوونۍ په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې وویل چې د «جلا وطن حکومت» د جوړولو لپاره مالي سرچینو یا پراخو امکاناتو ته اړتیا نه شته؛ خو ټینګار یې وکړ، چې دا کار به طا-لبان له منځه یوسي.

په جلاوطنۍ کې د حکومت جوړیدل د ځینو هېوادونو په تاریخ کې مخینه لري او له دې وړاندې د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر مهال مجاهدینو په پاکستان کې یو جلا وطنه حکومت جوړ کړی و.

دوستم دا هم زیاته کړه، چې په جلاوطنۍ کې د حکومت مشر باید یو باخبره او پوه کس وي چې د طا-لبانو پر وړاندې د استدلال کولو وړتیا ولري.

هغه له نورو غیر طا-لب سیاسي شخصیتونو وغوښتل، چې له شخصي ارمانونو دې ډډه وکړي او له یو بل سره دې لاس یو کړي.

هغه له طا-لبانو سره هر ډول معامله رد کړه او ویې ویل، چې دغه ډله په خپلو ژمنو کې هېڅ ډول رښتینې نه ده.

دوستم د طا-لبانو د ازبک قوماندانانو ګوښه کولو ته په اشارې سره وویل، حتا هغه کسان چې له دې ډلې سره یې همکاري کړې وه، ګوښه کړای شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې نه غواړي د هیچا استازی شي.

هغه وویل: “که موږ دا خوښوو یا نه، وضعیت به بدل شي.”

دوستم همداراز د سیمې هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې د ټاپي پروژې په پلمه له طا-لبانو سره تړونونه لاسلیک نه کړي، چې هغه یې “غیر قانوني” بولي.

هغه ټینګار وکړ: “طا-لبان روان دي.”

په دې غونډه کې د ولسمشر حامد کزي پخواني مرستیال محمد یونس قانوني هم د «جلاوطنه حکومت» د جوړېدو ملاتړ وکړ او ویې ویل، پر دې نظر په نړۍوالو حلقو کې بحث شوی دی.

هغه وویل، چې د داسې حکومت جوړول به د “طا-لبانو سره د تاکتیکي ښکیلتیا څخه ستراتیژیکې مقابلې ته د بدلون” معنا ولري.

تر دې مخکې د طا-لبانو یوه مخالف مشر احمد مسعود هم په یوه مرکه کې په جلاوطنۍ کې د حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی و او ویلي یې وو، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره کار کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې لا هم اوږده لاره پاتې ده.

مسعود وويل، چې د داسې حکومت جوړول د بېلابېلو ډلو او سکټورونو ترمنځ پراخ يووالي ته اړتيا لري، څو يوه واحد جبهه جوړه شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي.

هغه وويل: “موږ د دې هدف پر لور روان يو، خو لا هم اوږده لاره په مخ کې لرو.”

د جلا وطنه حکومت د جوړېدا د غوښتنې په تړاو تر اوسه طا-لبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا