اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

له ۱۸ کاله څخه وروسته؛ د کندهار نساجي کارخونې بیا فعالیت پیل کړ

دید خبرې آژانس: د کندهار ولایت د نساجي تولیدي کارخونې له اتلس کلن ځنډ څخه وروسته یو ځل بيا فعالیت پيل کړ.

په کندهار کې سیمه ییز مسوولین وايي، د دغې کارخونې ماشینونه د شپږ میاشتو په موده کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي دي.

د دوی په خبره، د کندهار د نساجي کارخونې د بیا فعالېدو سره به شاوخوا څوارلس زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د کندهار د نساجي کارخونې پخواني انجنير، عصمت الله و ویل: « ما دغه فابريکه ۱۸ کاله وړاندې يو ځل فعاله کړه، چې د وخت حکومت یې د فعالېت اجازه رانکړه، خو دا دی اوس مو بيا فعاله کړه، چې زياتو کسانو ته ورسره د کار کولو زمينه هم برابره شوه.»

۶۹ کلن محمد چې ۴۷ کاله یې د کندهار نساجي توليدي کارخونه کې کار کړی، د دغې کارخونې د فعالیت بیا پیل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بولي.

محمد وویل: « زه د نساجي فابريکې کارګر يم او دلته مي ۴۷ کاله کار کړی دی، دغه فابريکه ۱۸ کاله بنده وه، چې اوس بيا پرانيستل شوه او دا ښه خبره ده.»

د دې کارخونې مسوولین وايي، دا مهال د امنیتي سکټور ترڅنګ د روغتيا وزارت سره هم د یونفورم جوړولو تړونونه لري او کولای شي په کلني ډول ۴۰ میلیونه مټره ټوکر توليد او زر ټنه وړۍ پروسس کړي.

د کندهار د نساجي کارخونې رییس، محمد سليم صابر وایي: « زموږ توليد دا مهال د اماراتي ادارو لپاره دی یاني د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو لوی ریاست او روغتیا وزارت سره قرداد لرو او د خپل توليد د کیفیت بشپړ ډاډ ورکوو.»

د کندهار د نساجي کارخونې پخواني انجینر، عبدالشکور هم څرګنده کړه: « د کندهار نساجي توليدي کارخونه دا مهال د افغانانو له لوري فعالیت کوی او موږ به تر راتلونکي څه وخت پوري د دغې کارخوني ټولي برخي لا پياوړي کړو.»

د کندهار د نساجي، نخي او پشمي کارخونې په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د دوو روسي او جرمني کمپنيو له لوري جوړې شوې دي.

دا دوه مهمې توليدي کارخونې د اسلامي امارت د مشر په امر بيا فعاليت پیل کړ او د ټوکر د توليد ترڅنګ د غاليو تار، کشمېره، پټو، شال او شړۍ توليدوي چې د کیفیت له پلوه بې سارې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا