اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

له کرزي سره د اوتنبایووا په کتنه کې د ملي خبرو پر پیل ټینګار وشو

دید خبری اژانس: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشی له ځانګړی استازی روزا اوتنبایوا سره د دغه هیواد د پخوانی ولسمشر په کتنه کښې د ښوونځیو په بیا پرانیستلو او د ملی ډیالوګ په پیلولو ټینګار وشو.

د حامد کرزي په ټویټر پاڼه کې لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د نظریاتو د تبادلې ترڅنګ د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو او خپلو دندو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار وشو.

دغه راز په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره د ملي خبرو پيل اړين ګڼل کېږي.

کرزي هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به د ځوان نسل لپاره د نجونو او هلکانو د زده کړې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د طا-لبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

یوناما نن په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ چې د طا-لبانو له غبرګون سره مخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا