اسلایدشوافغانستانمهم مطالبکلتور او ادب

له کابل څخه یو پلاوی د جام منار د لیدو لپاره غور ته تللی دي

دید خبري آژانس: له کابل څخه یو پلاوی غور ته د جام منار د وضعیت د څېړلو په موخه استول شوی دی.

دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست وایي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يو هيئت دجام منار دحالت دڅيړنې په مقصد له دغې تاريخي ودانۍ څخه ليدنه کړې ده.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې دغه پلاوى پرون له يوه تخنيکي ټيم سره د منار جام ميدان ته ولاړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په جام سیند کې د سېلابونو له امله د پاتې شویو کثافاتو د پاکولو طریقه څېړل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د دغه سیند د پاکولو او د جام منار په شاوخوا کې د لا نورې قلعې جوړولو کار پیل شي.

په غور کې وروستیو ویجاړونکو سیلابونو د جام منار هم زیانمن کړی دی.

تر دې مخکې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زمرى هم ويلي وو چې سېلاب د جام منار تر دوو مترو پورې رسېدلى او اوبه يې ودانۍ ته ننوتې دي.

په همدې حال کې د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.

جام منار د شهرک غور په ولسوالۍ کې د جام او هریرود سیندونو په یو ځای کې د جام په نامه دره کې موقعیت لري.

دا منار په نړۍ کې د خټو یو له لوړو منارونو څخه شمیرل کیږي.

دغه منار د غوري تمدن له پاچاهانو څخه د سلطان غیاث الدین غوري د واکمنۍ پر مهال د ۶۵ مترو په لوړوالي جوړ شوی وو.

په ۲۰۰۲ کې، منار جام د یونیسکو سازمان د نړیوالو کلتوري میراثونو په لیست کې ثبت شو. خو ویل کېږي چې په دې لسیزه کې دغې تاریخي ودانۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او تل یې د نړېدو اندېښنې موجودې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا