اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې

ډید خبري آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان څخه ۳۷۵ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د سنبلې له ۳۰ مې تر میزان تر ۱ مې پورې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو دفتر له هرې راستنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته کړې ده.

په همدې حال کې ځینې راپورونه د پاکستان له زندانونو د لسو ماشومانو په ګډون د ۶۰ افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

ویل کیږي چې دغه کسان د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان وو.

خو په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخې توقیف راپورونه ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا