دید خبرې آژانس: د پاکستان حکومت په تېره یوه اوونۍ کې کابو ۲۴۰ کسان او کورنۍ چې، ډېری یې اسناد لرونکي دي د تورخم له لارې په جبري توګه ایستلي دي.
ورته مهال، تازه را ایستل شوي د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي او وایي چې، د پاکستاني حکومت د ظلم او ځورونو له امله یې ژوند له کړاو سره مخ وو.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی ګلالرحمان چې، شااوخوا ١٨ کاله یې په پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرې کړي وایي، د پاکستاني پولیسو د پرله پسې ځورونو له امله تش لاس خپل هېواد ته را اړول شوی دی.
ګلالرحمان طلوعنیوز ته وویل:«زه یې په ډېر بد وضعیت کې را وویستم چې، حتی زما دوه بچیان هم ناروغان وو چې، اوس یې هم یو هلته پروت دی، یوازې زه نه؛ بلکې اووه – اته سوه کسان په زندانونو کې پراته دي، بيخي خراب وضعیت دی او زه یې په داسې وضعیت کې را واړولم چې، یو ځای کې یې رانه ٩ زره، په بل ځای کې ١٠ زره روپۍ واخیستې، نه یې را پرېښودلم، بیخي بد وضعیت دی.»
له پاکستانه بل را ایستل شوی رحمت سادات هم وايي:«موږ سره چې، کوم اسنادونه یا مهاجر کارټونه وو او دا راته همدوی جوړ کړي وو، داسې مهاجر کارټونه وو چې، سمارټ کارډ یې هم درلود، بیا یې هم موږ تنګولو چې، کله به یې ونیولو پیسې به یې رانه غوښتلې، شپه به مو ارامه نهوه؛ ځکه هره شپه به را باندې ګزمې او چاپې وهل کېدلې او ارام ته یې نه پرېښودو.»
تازه را ایستل شوي ځینې نور افغان کډوال شکایت کوي چې، د پاکستان پولیسو په تورخم کې په ناقانونه ډول او د وهلو ډبولو په زور پیسې ترې اخيستې دي.
له پاکستانه را ایستل شوی رومان طلوعنیوز ته وايي:«زه د درملنې لپاره تللی وم او را ډیپورټ یې کړم، درملنه مې نیمګړې پاتې شوه او زه اوس هېڅ چاره نهلرم چې، بېرته واوړم؛ ځکه چې، زه ډاکټرانو بېرته غوښتی یم، اوس بېرته تللی نهشم.»
له پاکستانه بل را ایستل شوي زبیر هم وویل:«د پاکستان حکومت به په تنګولو، درې، څلور ځلې یې زه نیولی وم، او زه یې بیا زندان ته بېولم، زندان نه بیا په پیسو ووتلم.»
ورته مهال، د سیمهییز مسوولانو د شمېرو له مخې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه شااوخوا ٢٤٠ کسانو او کورنۍ په جبري ډول را ایستل شوي چې، ډېری هغو یې قانوني اسناد هم لرل.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په دې هکله وايي:«په دغه یوه اوونۍ کې کابو ٢٤٠ کسان را ډیپورټ شوي دي چې، ډېریو یې اسناد درلود چې، پاکستان حکومت را ډیپورټ کړي او موږ ته یې تسلیم کړي چې، دې کې یو شمېر کورنۍ هم شاملې دي.»
د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې له تېر یو نیم کال راهیسې له پاکستانه څه باندې ٦٦ زره کورنۍ په جبري توګه د تورخم ښارګوټي له لوري خپل هېواد ته را ستنې شوي چې، شااوخوا ٧٠ سلنه یې ننګرهار کې مېشتې شوې دي.