له مسکو او دوشنبه وروسته به د سیاسي جریانونو دریمه غونډه په ویانا کې جوړه شي
ډید خبري آژانس: په مسکو او دوشنبه کې د مخالفو سیاسي جریانونو د دوو غونډو له ترسره کېدو وروسته، د یادو سیاسي جریانونو په شتون سره دریمه ناسته په ویانا کې ترسره کېږي.
ویل کیږي، چې دغه کنفرانس د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت په کوربه توب جوړیږي او ګډونوال یې د طا-لبانو پر ضد روان سیاسي جریانونه او شخصیتونه دي.
د دې غونډې ګډونوال د امنیتي مسایلو، بشري حقونو او ښځو په اړه د نظرونو تبادله، د هېواد د سیاسي ډلو او ګوندونو د اجماع، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره بحث او مشورې او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې نقشه وړاندې کوي.
د غونډې په پای کې به د ویانا د غونډې ګډونوال د نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو له یو شمېر استازو سره وګوري او د افغانستان د وضعیت په اړه به د نظر تبادله وکړي.
تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې هم د اوسني حکومت د سیاسي مخالفینو د یوې غونډې کوربه و.
له هغه وروسته په تاجیکستان کې د هرات امنیتي غونډه جوړه شوه، چې په کې ګڼ شمېر سیاسي مخالفینو ګډون او ویناوې وکړې.
په همدې حال کې د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب د جمعې په ورځ (د قوس په ۱۰مه) یو ځل بیا له مخالفو ګوندونو وغوښتل چې د غونډو د ترسره کولو او د هغه په خبره د هغو څرګندونو پر ځای چې د ده په خبره «بې بنسټه» دي، افغانستان ته راشي.
نوموړي د «ځانګړو ځواکونو» د فراغت په مراسمو کې د خبرو پر مهال د کومو اشخاصو او مخالفو حرکتونو نوم وانه خيست او ويې ويل: «خلک د هېواد د امنيت د خرابولو لپاره دلته او هلته ځي او بې بنسټه تبليغات کوي، زموږ پيغام له دوی څخه دا دی چې خپل هیواد ته راستانه شي».