اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

له قطر سره خواخوږی جرم دی

د متحده عربي اماراتو لوی څارنوالۍ  په هیواد کې د ټولنیزې مډیا له لارې د قطر سره خواخوږي  ښودل  جرم  اعلان کړ.

د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال حمد شریف الشمسي  نن چار شنبه د جون اومه  د سهار په وختي ساعتونو کې  اعلان وکړ چې  په هیواد کې  د ټولنیزې مډیا له لارې د قطر سره  هر ډول  خواخوږي  او یا د قطر نه  ملاتړ  سایبري جرم بلل کیږي  او ددې جرم  ترسره کوونکي ته به د قانون  له مخې  سخته سزا  ورکړل شي.

الشمسي العربیې تلویزیون ته ویلي دي چې  هر هغه څوک چې د ټولنیزې مډیا له لارې د قطر نه ملاتړ وکړي  او یا خواخوږي ورسره څرګند کړي  د ۳ نه  تر ۱۵ کلونو بند  او یا  لږ تر لږه  ۵۰۰ زره  درهمه  نقدي جزا به ورکړل شي.

هغه ویلي دي چې دا پریکړه  په اصل کې  د قطر د  تندلارو  سیاستونو  په ځواب کې شوې ده .

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا