له غلام خان بندره ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده
دید خبرې آژانس: د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، روان لمریز کال د غلام خان بندر له لارې د څه باندې یوولس میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه بهر ته صادره شوې ده.

د مسوولینو په خبره دغه صادره شوې مېوه کې د جلغوزې، پستې او بادامو په ګډون اوولس ډوله وچه مېوه شامله ده.
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، نواب اميرزي و ویل: «ټول صادرات ۴۵۰۰ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله یو څه ښه دی. خو موږ لا هم هڅه کوو چې افغانستان یو ستر صادروونکی هېواد شي.»
ورته مهال په خوست کې ځینې سوداګر وايي، پر سوداګريزو توکو د تعرفو او مالياتو لوړيدل او د ویزو اخيستو کې ځنډ يې جدي ستونزې دي او که ستونزو ته یې رسېدنه وشي سوداګري به یې لا زیاته وغوړېږي.
خوست کې سوداګر، شهباز ګربز و ویل: «تعرفې باید یو ټاکلی وخت ولري، ترڅو سوداګر د وخت سره سم له بدلونونو خبر شي.»
بل سوداګر، اول خان ځدراڼ و ویل: «زموږ سوداګریزې راکړې ورکړې باید له پاکستان سره د متقابل عمل پر بنسټ وي.»
سوداګر نورګل منګل هم و ویل: «له دولته غواړو چې موږ ته نړۍوال نندارتونونه، په ځانګړي ډول په عربي هېوادونو کې جوړ کړي او د سوداګرو لا ډېر ملاتړ وکړي.»
سیمهییز مسوولين وايي، سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د خوست د والي وياند، مستغفر ګربز و ویل: «صادرات د تېرو کلونو پرتله ډېر شوي او موږ هڅه کوو چې سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړو څو سوداګري یې پراخه شي.»
تازه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، د روان هجري – لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.