اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

له طا-لبانو سره د نړیوال تعامل؛ د دوحې د غونډې محور

دید خبرې آژانس: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، له طا-لبانو سره به د دوحې په درېیمه ناسته کې نړیواله اجنډا مشخصه او روښانه شي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتين ګريفيتس ويلي، چې د طا-لبانو ژمنې نه دي عملي شوې، خو په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

هغه زیاته کړه: “زه فکر کوم چې موږ له طا-لبانو سره د خبرو اترو ځینې فرصتونه له لاسه ورکړي دي.”

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل: ما ټول عمر په افغانستان کې کار کړی او هغه مهال مو هیلې هم درلودې. په حقیقت کې، موږ لیکلي ژمنې کړې وې چې څنګه کولای شو له طا-لبانو سره پرمخ یوسو، او دا هیلې اوس له منځه تللي دي.»

ګریفیتس هیله څرګنده کړه چې له طا-لبانو سره د نړیوال خبرو اجنډا به د دوحې په درېیمه غونډه کې چې په څو اونیو کې جوړېږي، روښانه شي.

له بلي خوا د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دوحه کې د درېيمې ناستې په اړه له څه ويلو پرته ويلي، چې طا-لبانو کومې ژمنې له نړۍ سره کړې وې، عملي شوي دي.

د دوحې درېمه غونډه به د سرطان میاشت په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا