اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

له شاوخوا زړو ورځو وروسته:لاهم د افغان ښځینه زده‌کوونکو ناڅرګند برخلیک

دید خبرې آژانس: یوشمېر افغان زده‌کوونکې نجونې وايي، چې له ۱۰۰۰ ورځو تېرېدو وروسته، لا هم طا-لب مشرانو د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دغه بندیز څو ورځې وروسته له هغه پر افغان زده‌کوونکو نجونو ولګول شو، چې طا-لبانو یو ځلې بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د بشري حقونو د څار بنسټ د نجونو پر زده‌کړو د لګول شوي بندیز په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان به تر ډېره ښځینه مسلکي کدرونه و نه لري او دغه ستونزه به تر ډېره د دغه هېواد بنسټیزې چارې نورې هم ویجاړې کړي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طا-لبانو له‌خوا لګول شوي بندیز یو شمېر کورنۍ اړ اېستې، چې د خپلو ماشومانو د هېلو د پوره کېدو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه وکړي؛ خو دغه کډوال په نورو هېوادونو کې هم ناهیلي دي او د دوی هیلې پوره شوي دي.

په ټوله کې افغان نجونې ناهیلي شوې او ډېرې یې په رواني ناروغیو هم اخته شوې دي.

که څه هم چې طا-لب چارواکو تل د نجونو د ښونځیو د تړل کېدو لپاره راز، راز پلمې کړې؛ خو داسې ښکاري چې د  دوی په واکمنۍ کې به دغه تړل شوي ښوونځي نه پرانېستل کېږي، خو د هر کال په تېریدو سره افغانستان د ښځينه کدرونو له فارغېدو بې برخې پاتې کېږي، چې د دغې تشې ډکول بیا ډېرو کلونو ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا