اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

له تور لېست څخه د طا-لبانو ایستل/ روسیې سفیر: مسکو خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي

دید خبرط آژانس: په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وايي، هېواد به یې د ترهګرو ډلو له تور لېست څخه د طا-لبانو په پېژندلو او لرې کولو کې خپلو ګټو ته پام وکړي.

هغه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، «طا-لبان د سیمې په ټولو هېوادونو کې د ترهګرو په لېست کې نه دي. په هرصورت، هر هېواد له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې خپلې موخې او ځانګړتیاوې لري.»

دغه روسي دیپلومات د طا-لبانو د چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې له روسیې سره د خوراکي توکو او تېلو د تولیداتو په برخه کې د همکارۍ د پیلولو په اړه دي، وویل، «دا همکاري په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده.»

هغه همداراز وویل چې روسیه یو له هغو ګوتو په شمار څو هېوادونو څخه ده چې افغانستان ته منظمې الوتنې لري.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغه خبري اژانس ته ویلي وو، چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړانديز کړى، چې طا-لبان د ترهګريزو سازمانونو له لېست څخه وباسي.

له دې وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي و، د ترهګرو ډلو له نوملړه  د طا-لبانو د ایستلو نوښتيز اقدام عيني واقعیت منعکسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین پرون شپه( جمعې شپه، چنګاښ  ٢٩مه) د ملګرو ملتونو او سیمه ییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان یو له دوامدارو لومړیتوبونو  له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو سره مبارزه ده.

هغه په ​​دې ناسته کې وویل، «د شانګهای د همکارۍ سازمان بل دوامدار لومړیتوب له ترهګريزو ګواښونو، بېلتونپالنې، افراطیت، د مخدره موادو د قاچاق او له پولو بهر د سازمان شویو جرمونو په ځانګړې توګه له افغانستانه پېښېدونکو ګواښونو سره مبارزه ده.»

ښاغلي ورشینین زیاته کړه چې هېواد یې د سیمه ییزو مسایلو په اړه د همغږي پیاوړي کولو ته ځانګړی اهمیت ورکوي چې پر افغانستان تمرکز کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا