اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبټولنه

له ترکیې څخه تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال شړل شوي دي

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د ترکیې حکومت له دغه هیواد څخه د اقامت له اسنادو پرته د ۸۲۶ افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ.

دغه پناه غوښتونکي له نيول کېدو وروسته هوايي ډګر ته يووړل شول او په څلورو الوتنو کې بېرته افغانستان ته راستانه شول.

ترکيه ویلي چې له اسنادو پرته به د مهاجرو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ دوام لري. دغه هېواد پرېکړه کړې، چې تر يو نيم ميليون زيات افغان اتباع چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي، له هېواده وايستل شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان خلک د ناامنۍ، تبعيض، د زده کړو او کار د محدوديتونو، بېکارۍ او بېوزلۍ په ګډون د ګڼو بشري او اقتصادي بحرانونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا