دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ارګ وايي، چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د طا-لبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي، خو دا ناسته له بیرغ پرته ترسره شوې. حنفي ویلي، چې د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا او د ګډو ګټو لاسته راوړل دي.
د طا-لبانو تر واک لاندې ارګ نن یکشنبه «د لیندۍ ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالسلام حنفي او عبدالله عارفوف ترمنځ کتنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
ددې ناستې په خپرو شویو انځورونو کې د افغانستان ملي بیرغ یا د طالبانو بیرغ نه ښکاري.
طا-لبانو د ازبکستان د لومړي وزیر په حواله لیکلي چې هغه په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د استخراج او سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په برخو کې د خپل هېواد لېوالتیا ښودلې ده.
د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان-ټرانس لویې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخیلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ورسوي.
ارګ د طا-لبانو د پلاوي د مشر او د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي چې د داوړو هېوادونو تر منځ سوداګریري ښه شوې ده.
حنفي دغه راز د ازبکستان د مسلمانانو ادارې رییس او لوی مفتي شیخ نور الدین خالق نظر سره هم کتلي دي. حنفي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو همکاریو د رامنځته کېدو هیله ښودلې ده.
په تيرو درېو کلونو کې د ازبکستان پلاويو څو ځله کابل ته سفرونه کړي دي.
د تلې پر ۲۰مه، د ازبکستاني پلاوي له سفر وروسته طا-لبانو اعلان وکړ، چې د فاریاب په میدان کې د طوطي ګازو د استخراج قرارداد یې یوه ازبکستاني شرکت ته ورکړی دی.
طا-لبانو ویلي چې دغه شرکت به په لس کلن تړون کې په افغانستان کې د ګازو د استخراج په برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.