له ایران څخه افغانستان ته د کاربونیک ګاز په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی
دید خبری آژانس: د راپورونو له مخی، افغانستان ته د ایران د ګازو په صادراتو کی پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا، نن دوشنبه (د کب ۱۴مه) خبر ورکړ چې سږ کال د ایران د رضوي خراسان ولایت له دوغارون پولې څخه افغانستان ته شپږ زره ټنه مایع ګاز د صنعتي، درملو او خوراکي توکو د استعمال لپاره صادر شوي دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان ته د دې پولې له لارې د مایع ګاز صادرات ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
ایرنا په تایباد کې د کاربونیک ګازو د فابریکې د تولید مدیر وحید کامیار په حواله خبر ورکړی چې د صادر شوی ګاز ارزښت ۹۰۰ زره ډالره دی.
دغې رسنۍ زیاته کړه چې د ایران مایع ګاز د هرات، مزارشریف، کندهار او کابل ښارونو ته صادر شوی دی.
د تایباد د کاربونیک ګازو د فابریکې د تولید مدیر وویل: مایع کاربونیک ګاز د هر ډول مشروباتو، درملو او د اور وژونکو د حلولو په صنعت کې کارول کیږي.
د راپورونو له مخې، په تایباد کې د مایع کاربونیک ګازو د تولید فابریکه په دې سیمه کې یوازینۍ فعاله فابریکه ده او هره ورځ له ۴۰ ټنو څخه زیات صنعتي تولیدات افغانستان ته صادروي.