اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

له ایران سره د ریل پټلۍ له لارې د صادرات او واردات زیاتیدو

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې له مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ له مل پلاوي سره کتلي دي.

 یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په مرسته د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې شوې دي.

په ورته مهال ایراني پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا