اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

له افغانستان څخه د ترکیې او ازبېکستان ولسمشرانو ملاتړ

دید خبرې آژانس: د ترکیې ولسمشر د قیرغیزستان په پلازمېنه بېشکیک کې د ترک هېوادونو په یوولسمه سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټيکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بولي او له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کوي.

رجب طیب اردوغان دغه راز زیاتوي چې د ده په باور، د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو پر بنسټ، پراخ چلند کولای شي افغانستان ته د نویو فرصتونو دروازې پرانیزي.

اردوغان وايي: «موږ د خپل هېواد د جغرافیایي سیمې ثبات او سوله د افغانستان له پرمختګونو بېل نه ګڼو. لکه څنګه مو چې تل ویلي، موږ تل د خپلو افغان وروڼو تر څنګ یو. له دې سره سره، زه باور لرم چې د سرپرست حکومت لخوا د بشري حقونو پر بنسټ د پراخ چلند غوره کول به افغانستان ته نوې دروازې پرانیزي.»

د ازبیکستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهم بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له مهمو مسایلو مسایلو وي.

شوکت میرضیایوف دغه راز له سرپرست حکومت سره په اقتصادي او بیخ بنایي برخو کې همکاري د افغانستان د شته ستونزو په حل کې مهمه بولي.

 ښاغلي میرضیایوف و ویل: «د افغانستان موضوع باید تل د دغه سازمان په اډانه کې زموږ محوري موضوع وي. په دې لړ کې د وزیرانو او کارپوهانو په کچه د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهم دي. موږ باور لرو چې د افغانستان د شته جدي او سختو ستونزو د حل په برخه کې له اوسني حکومت سره مرستې او همکارۍ، په سیمه ییزو اقتصادي بهیرونو کې د دغه هېواد پراخ ګډون او د ټولنیزو او بیخ بنایي پروژو پلي کېدو ته باید پام وشي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ترک هېوادونو د مشرانو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تردې وړاندې یې د سیمې د هېوادونو هر ډول هڅې چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره وي، ستایلې دي.

د ترک هېوادونو سازمان د ۲۰۰۹ کال د اکټوبر پر ۳مه د ترکیې، اذربایجان، قزاقستان او قرغزستان په ګډون جوړ شو.

اوس مهال د هنګري ترڅنګ د ۷ ترکي ژبو هېوادونو په ګډون اته هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا