اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

له افغانستان څخه د تروريستي ګواښونو په اړه د ازبکستان او بريتانيا ترمنځ سلا مشورې

ډید خبري آژانس: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د بریتانیا د ترهګرۍ ضد ادارې له مشر سره کتلي دي.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور ریيس ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د بريتانيا د ترهګرۍ ضد ادارې له مشر بهاويک شاه سره وکتل او د افغانستان په ګډون يې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت، د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او د هېواد د ملي اقتصاد د بیا احیا لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو پر چټکتیا خبرې وکړې.

بهاویک شاه د افغانستان په اړه د سیمه ایز دریځ په رامنځته کولو کې د ازبکستان پر مهم رول او د سیمې هیوادونو ته د تروریستي ګواښونو د نفوذ د مخنیوي په برخه کې د تاشکند پر هڅو ټینګار وکړ.

په همدې حال کې طا-لبان تل ټینګار کوي چې اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا