له اسلامي تاریخ سره د داعش بل ستر خیانت
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا مهم اسلامي اثر په بمونو والوزو.
داعش ترهګرې ډلې داځل د عراق د موصل په ښار کې د النوري تاریخي جومات په بمونو ولوزو.
د عراق د موصل ښار د ژغورنې د عملیاتو د مسئولینونو نه ډګرجنرال عبدالامیر یارالله خبري رسنیو ته ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې یو بل مهم اسلامي اثر په بمونو ولوزو. هغه وویل چې عراقي ځواکونه د موصل په ښار کې د النوري تاریخي جامع جومات ۵۰ مترۍ ته د رسیدو سره داعش یاد شوی جومات په ډیره بې رحمانه توګه شهید کړ.
داعش د النوري تاریخي جومات د منارو سره یو ځای د بمونو سره ولوزو.
هغه د داعش ترهګرې ډلې ددې عمل نه د ستر بشري جنایت په توګه یادونه وکړه او وویل چې عراقي ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې دا تاریخي جومات هغه جومات دی چې د داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د موصل ښار د نیولو نه وروسته د یادې شوې ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي پکې خپل خلافت اعلان کړ.
په هغه سیمه کې چې دې جومات شتون درلود د مرکزي جامع جومات نوم ورکړ شوی وو.