اسلایدشوافغانستانخبردرملروغتیا

لغمان کې د تلسمیا ناروغانو وړیا درملنه کیږې

دید خبرې آژانس: تېر کال د لغمان ولایتي روغتون کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته شاوخوا دوولس سوه ناروغانو ته په وړیا ډول وینه ورکړل شوې.

په وروستیو کې دغه روغتون ته د نورو ناروغانو ترڅنګ پر تلسمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو د ورتګ شمېر هم زیات شوی دی.

د مسوولینو په خبره په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته شااوخوا ۱۲۰۰ ناروغانو ته په وړیا ډول وینه ورکړل شوې چې دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

د لغمان د ولایتي روغتون رییس، پاینده محمد په دې اړه وايي: «د تېر کال په جریان کې د تلاسیمیا ١٢١١ ناروغانو د لغمان ولایتي روغتون ته مراجعه کړې ده چې په ورځني ډول هره ورځ پینځه ناروغان دې روغتون ته مراجعه کوي او هغوی ته وینه ورکول کېږي.»

د لغمان ولایتي روغتون مسوولین دغه راز زیاتوي پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ناروغانو ته د وینې موندنې په پار یې په ټولنیزو شبکو کې ځانګړي ګروپونه جوړ کړي چې د اړتیا پرمهال د دوی له غوښتنې سره سم رضاکار ځوانان د وینې د ورکړې په پار ځانونه ور رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button