اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

لطف الله حکیمی: په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د دفاع وزارت سر مفتیش مفتي لطف‌الله حکیمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې «په هغه چاپېریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کیږي»

نوموړي ویلي، چې په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی.

د طا-لبانو د دفاع وزارت سر مفتیش لطف‌الله حکیمي د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په چاپلوسۍ د مقام ترلاسه کول اوس عام دود شوی.»

د طا-لبانو د دفاع وزارت دغه چارواکی وایي، په هغه چاپیریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په داسې ځایونو کې خلک پر خپل کار او حقیقي پرمختګ تمرکز نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د چاپلوسۍ او بې ځایه صفتونو له لارې مقام او امتیازونه ترلاسه کړي.

د هغه په خبره دا حالت کاري وړتیا او څرنګوالی پیکه کوي.

له ښاغلي حکیمي څخه وړاندې نورو طالب مشرانو هم ورته څرګدونې کړې وې او ویلي یې وو، چې په یو شمېر ادارو کې د مسلکي او وړ کسانو پر ځای نا مسلکي کسان د چاپلوسۍ او خپلوئ له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر طا-لبان د خپلو لوړ پوړو چارواکو د خوشحالولو لپاره پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې نه منوونکي تبلیغات کوي، چې په دې سره طا-لب مشرانو ته نږدې شي او په خپله دندو پاتې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا