اسلایدشوافغانستانشننهنړۍ

كه چېرې امريكا د افغانستان د رغاونې لپاره راغلې واى؛ نو اوس به دا هېواد ګل و ګلزار واى؛

 

د دې پوښتنې ځواب چې امريكا ولې افغانستان ته راغلې، اوس تر ډېره هر افغان ته روښانه دى. كه چېرې امريكا ريښتيا هم د تروريزم د ټكونې لپاره راغلې واى اوس به يې نوغى ايستل شوى واى، ځكه تر پنځه څلويښتو زياتو هېوادو په همدې نامه افغانستان ته خپلې لښكرې راوستې چې امريكا يې په سر كې ده. دا لومړى ځل دى چې ناټو خپلې لښكرې له اروپا نه بهر استوي؛ خو موږ ګورو نه دا چې په افغانستان كې د تروريزم نوغى ونه ايستل شو؛  بلكې د ورځې په تېرېدو سره يې ريښې ژورې شوې چې دا كار عمداً وشو او د يوه پلان له مخې وشو. په ۲۰۰۱ كې طالبانو په ريښتيا هم خپلې وسلې پر ځمكه كېښودې، هغوى به هغه مهال پر دې پوهېدلي وي چې د اسامه او القاعده په اړه يې دريځ د دوى د واكمنۍ د راچپه كولو باعث شو، او پر دې باور شوي به هم وي چې له دې نړيوال لښكر سره د دوى مقابله ناشوني ده؛ خو امريكا نه غوښتل چې طالبان دې خپلې وسلې پر ځمكه كښېږدي او خپل عادي ژوندانه ته دې راوګرځي. دا چې طالبان بايد بېرته خپله وسله راواخلي او جنګ ته مخه كړي، ډېره ښه لار يې د هغو زورول وو، طالبان ونیول شول، د بګرام زندان پرې ډك كړاى شو او ډېر يې ګوانتانامو ته واستول شول، همدارنګه يو شمېر يې د ګاونډيو هېوادو د استخباراتو له خوا ونيول شول او ډېر خو يې تري تم كړاى شول. پر طالبانو يې هغه حالت راووست چې «به تنګ آمد؛ بجنګ آمد» طالبانو بله لار نه درلوده، پر هره خوا يې پر مخ بندې دروازې وې، فقط يوه كوڅه يې پر مخ خلاصه وه، او هغه وه د جنګ كوڅه.

كه چېرې امريكا د افغانستان د رغاونې لپاره راغلې واى؛ نو اوس به دا هېواد ګل و ګلزار واى؛ جنګ به ختم واى، او لويې پروژې به تطبيق شوې واى؛ خو ومو ليدل چې د ترسره شويو سروې ګانو له مخې د بيارغاونې په نامه افغانستان ته راغلې پيسې، اتيا سلنه پخپله د دوى په لاسو ولګول شوې چې دا پيسې د دروازې له لارې افغانستان ته راوړل شوې او د كړكې له لارې وايستل شوې، د پروژو د تمويل غټه سرچينه USAID امريكايي موسسه وه، هغې هر انجو ته پيسې نه وركولې، ځكه هغې د هرې پروژې د تمويل لپاره خپل ځانګړي شرايط درلودل؛ نو نتيجه دا شوه چې امريكا نه په افغانستان كې د جنګ د ختمولو او تروريزم د ځپلو لپاره راغلې او نه د افغانستان د جوړولو لپاره او ناټو خو هسې هم د امريكا ايله جاري لښكر دى. داسې ښكاري چې اروپا اوس د غفلت له خوبه د راوتلو په درشل كې وي؛ ځكه د جرمني صدراعظمه انګلا مېركل وايي:

«اروپا نوره پر امريكا او بريتانيا تكيه نه شي كولاى»

زما خبره د خپل هېواد زخمي زخمي افغانستان پر بحران ده؛ خو زموږ بحران هم د منځني ختيځ له بحران سره غوټه شوى، هم د جنوبي آسيا او هم په منځنۍ آسيا كې له بېلېدونكي بحران سره. امريكا چې له شمالي افريقا نه شروع وكړه او بيا يې پښه منځني ختيځ ته راوغځېده؛ ليبيا او عراق يې وځپل او په مصر كې يې د ديموكراتيكو انتخاباتو په نتيجه كې د رامنځته شوي حكومت په مقابل كې د يوې خونړۍ كودتا مرسته وكړه او خپلو ملګرو عربي شيخانو ته يې هم د هغې د تمويل سپارښتنه وكړه او بالاخره خبره سوريې ته ورسېده. دا سهي ده چې پر سوريه دا لسګونه كاله كېږي چې د اسد دكتاتوره كورنۍ او د هغې بعث ګوند حكومت كوي. اسد كورنۍ علوي ده چې علويان د  سوريې دوولس سلنه جوړوي، يعنې هلته دوولس سلنه پر اته اتيا (۸۸) سلنه ولس حكومت كوي او په زور يې كوي؛ خو امريكا د دغې زورواكۍ پرخلاف هلته د مظلوم سوري ولس ملاتړ ته نه ده تللې؛ بلكې هلته د بحران د ژورولو لپاره تللې او لكه ليبيا او عراق د سوريې په ايرو كې هم د خپل استعماري هدف لالونه لټوي.

په افغانستا كې هم له يوې خوا د امريكا، د افغانستان معدني زېرمو ته سترګې دي لكه چې لګيا ده په غلچكي ډول يې تراوسه د دې هېواد يورانيم او ليتيم وچلول؛ ځكه د افغانستان پر ځمكه او فضا امريكا واكمنه ده او د افغانستان حكومت يې هم خيرات ته ناست دى. كله چې پخواني ولسمشر حامد كرزي په افغانستان كې د امريكا پر سياستونو او اجراآتو نيوكې پيل كړې؛ نو د امريكا ورته له غوسې نه د سر په كاسه كې ماغزه اېشېدل، كه څه هم هغه حكومت هم فقط د اعتراض غږ پورته كولاى شواى، نه دا چې د امريكايي خپلسرۍ مخنيوى وكړاى شي. دا ډېرې ورځې زموږ رسنۍ پرلپسې دا خبرونه خپروي چې د هېواد په شمال كې نامعلومې هليكوپترې ناستې كوي، په لوګر كې يې كوي او په نورو سيمو كې يې كوي، خو زموږ بېوسه دفاع وزارت پرته له دې چې پرې سترګې پټې كړي، بله څه چاره لري! د دې ترڅنګ بل بوږنوونكى خبر د الجزيرې تلويزيون دى چې په زرګونو داعشيان د افغانستان په غرونو كې راټول شوي او پر روسيه د بريد لپاره ځانونه چمتو كوي. د دغه حركت تر شا  بې له شكه د امريكا لاس دى، داعش يې لومړى د افغانستان په ختيځ او جنوب كې رامنځته كړ، بيا يې شمال ته انتقال كړ، په ډېرو ځايونو كې يې طالبان د داعش پر وړاندې وځپل او اوس به يې پر آمو سيند ور واړوي. طالبانو د امريكا د همدغه سياست پر وړاندې روسيې او ايران ته مخه كړه، پخوانى طالب مشر ملا  اختر منصور ايران ته د تګ په ګناه ووژل شو.

امريكا غواړي يو خو د سوريې له حاكم رژيم نه د ننګې په بدل كې روسيې ته جزا وركړي او بل د هغه تقابل په بدل كې چې په اوكرايين كې يې د امريكا او اروپا پر وړاندې خپل كړ او درېيم دا چې امريكا غواړي له همدې لارې روسيه او چين په خپله كلابندۍ كې راولي.

دا چې امريكا هلته څه كولاى شي او روسيه او چين څومره اجازه وركوي هغې ته خو به وخت ځواب وايي؛ خو كوم څه چې موږ ته د اندېښنې وړ دي دا ځل به افغانستان د روسيې او چين او امريكا او ناټو د تقابل پر مركز بدلېږي. موږ د دغسې يوه استعماري تقابل اغېزې سر له اوسه درك كولاى شو. زموږ بله اندېښنه دا ده چې د يوه دغسې حكومت خاوندان يو چې د امريكا هرې بدماشۍ او خپلسرۍ ته يې ولي ټيټ كړي وي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا