افغانستانروستي خبرونهسیاست

قمي: د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

ډید خبري اژانس: د ایراني پوله ساتو او طالب ځواکونو تر منځ له سرحدي شخړې وروسته د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په راتلونکي کې د دا ډول نښتو د مخنیوي لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو اعلان وکړ.

قمي: د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره دې ګډه کمېټه جوړه شي

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دې وروستیو کې په یوه ټوییټ کې ویلي چې د هیرمند په سیمه کې له جګړې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي او د طا-لبانو د دفاع وزارت په حضور کې غونډه وشوه.
هغه وويل، چې د ملي دفاع وزارت له افغان سرحدي ځواکونو سره د خبرو پر مهال د جګړې د مخنيوي او د دا ډول کړنو د نه تکرار په موخه د يوې ګډې کمېټې د جوړېدو په اجنډا کې ځاى درلود.
تيره ورځ د هیرمند په سيمه کې د ايراني پوله ساتو او طا-لبانو ترمنځ نښته شوې وه چې په نتيجه کې يې يو طا-لب وژل شوى و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا