اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

قمي: د افغانستان مسئله د ګاونډيو هېوادونو ته مهمه ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وايي چې، د افغانستان مسئله د ګاونډيو هېوادونو په اجنډا او بهرني سیاست کې یوه مهمه مسئله ده.

ښاغلی قمي د سیمه‌ییز تماس ډلې د غونډې په پای کې وايي چې په افغانستان کې بدلونونه تر بلې هرې ټولنې د افغانستان پر ګاونډیانو اغېز لري او له افغانستان سره د ایران د پولې د تړل کېدو د کار د پیل خبره هم کوي.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی زیاتوي:«زموږ او د افغان لوري ترمنځ امنیتي همکارۍ دي. که‌چېرې واقع‌بینانه وغواړو یوه ارزونه وکړو، تاسې وینئ چې د وروستیو میاشتو په لړ کې موږ په سرحدونو کې ترټولو ارامه امنیتي فضا لرلې ده.»

اسلامي امارت په رسمي ډول په دې غونډه کې د یادو شویو مسایلو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، اسلامي امارت د بل هر هېواد په ځانګړي توګه د سیمې د هېوادونو په څېر مسایل لپاره چې د حل لارو د موندلو په هڅه کې یې دی.

ذاکر جلالي زیاته کړه چې اسلامي امارت دا مهال د خپل بهرني سیاست د لومړیتوبونو پر بنسټ خپلواکې پرېکړې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی سید هاشم جواد بلخابي په دې هکله وايي:«افغانستان د نورو هېوادونو په څېر یو خپلواکه هېواد دی، د هغه نړۍوال او کورني مسایل په افغان دولت پورې تړاو لري او نور هېوادونه که هغه ګاونډي هېوادونه دي یا لېرې پراته هېوادونه که‌چېرې د زړه له سوي او نېک نیت له مخې وړاندیزونه وړاندې کړي ښه به وي.»

د سیاسي چارو شنونکی ذکي‌الله محمدي هم څرګندوي:«لومړی باید په سیمه کې واحد لیدلوری رامنځته شي ګاونډي هېوادونه باید یو لیدلوری او له اسلامي امارته یوه غوښتنه ولري او بالاخره د نړۍ دغه لید او غوښتنې وروسته ملګرو ملتونو سازمان ته واستول شي.»

د افغانستان د وضعیت په تړاو د سیمه‌ییز تماس ډلې غونډه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازیو په حضور سره د شنبې په ورځ په تهران کې جوړه شوه. دې غونډې ته د اسلامي امارت استازی هم رابلل شوي و؛ خو سرپرست حکومت په‌کې ګډون ونه‌کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا