اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

قطر له افغانستان سره ۵زره۶۰۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته کوي

دید خبرې آژانس: د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د قطر د پراختیایي بودیجې په مرسته یې په افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو تر ټولو زیات زیانمن شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د خوندیتوب او معیشت د ښه والي په موخه یوه پروژه پیل کړي.

د ا پروژه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ پلې کېږي، له لارې قطر پلان لري چې په هېواد کې پر ۸۰۰ کورنیو، چې ۵زره۶۰۰ کسان په کې شامل دي، د خوراکي توکو د وېش له لارې په هېواد کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

د خاورميانه خبري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په فارياب، فراه او هلمند ولايتونو کې پلي شي.

د دې پروژې لومړۍ برخه په دې وروستیو کې د هېواد په کچه ۱۵۰ تنو روزونکو ته د پنځه میاشتني تخنیکي او مسلکي روزنیز ورکشاپونو په جوړولو سره پیل شوې ده.

تر دې مخکې د قطر د سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د دې ټولنې د نړیوالو مرستو او پراختیا رئیس محمد صلاح ابراهیمي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان په محرومو سیمو کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو او تجهیز ژمنه کړې ده.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې دغه مرکزونه به په دغو سیمو کې ۲۵۰ زره کسانو ته په ځانګړې توګه میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا