قطر روان بحران او د امریکا د ولسمشر دوه مخیتوب
د یو پلو نه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر په قطر د لګولو تحریمونو د سپکولو او ددې ستونزې د حلولو غږ وکړ خو د بله پلوه بیا د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ قطر د ترهګرو نه په ملاتړ تورن کړ.
د قطر په اړه د ریکس ټیلرسن د څرګندونو نه یواځې یو ساعت وروسته ولسمشر دونالد ټرامپ بل ډول او بهرنیو چارو د وزیر برعکس څرګندونې وکړې. د قطر په اړه د امریکا دوه مخي چلند د ټولو سره ډول ډول پوښتنې پيدا کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان په مشرۍ په څلورو هیوادونو په قطر د لګولو بندیزونو د سپکولو غږ وکړ. هغه وویل چې دې بندیزونو د امریکا سره د سیمې په اړیکو هم اغیزې کړي دي. هغه ویلي دي چې دې بندیزونو د داعش پر خلاف د ایتلافي ځواکونو په مبارزې هم ناوړه اغیزې کړي دي.
ټیلرسن ویلی هیله لري چې د خلیج هیوادونه په سیمه کې د روان کړکیچ د حل په خاطر لازم ګامونه اوچت کړي.
همداشان ټیلرسن په قطر د ترهګرو سازمانونو نه د ملاتړ په خاطر د لګیدولو تورونو په اړه وویل چې « قطر ددې تورونو د بې بڼسټه ثابتولو مسله باید ټولو ته په اثبات ورسوي. »
د بله پلوه د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ بیا د قطر په اړه د ریکس ټیلرسن نه یواځې یو ساعت وروسته څرګندونې وکړې.
ټرامپ وویل چې « ددې وخت رارسیدلی دی چې قطر نور باید د ترهګرو سازمانونو نه ملاتړ ته د پای ټکی کیږي. »
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرامپ د خلیج د بعضو هیوادونو او قطر ترمنځه د ستونزو د پيدا کیدو نه وروسته لومړی د سعودي عربستان د پاچا او وروسته بیا د قطر د امیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ټرامپ د قطر امیر ته سپینې ماڼۍ ته بلنه ورکړه . همداشان ټرامپ ددې ستونزې د حل په خاطر د منځګړۍ وړاندیز هم کړی وو خو قطر امیر بیا د ټرامب بلنه رد کړه.