اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

قطر: د دوحې غونډه د خبرو اترو لپاره مهم فرصت دی

دید خبرې آژانس: محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د قطر د بهرنیو چارو وزير وایي چې د دوحې دریمه غونډه د «معنا لرونکو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت» بللی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه بيانيه کې ویلي، قطر چمتو دی چې د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره پرله پسې هڅې وکړي.

دې قطري چارواکي ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د تامین لپاره د هر ډول سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي پرون  د دوحې د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې ويلي چې له افغانستان سره د همکاریو د ګډو لارو د موندلو لپاره د لومړۍ او دویمې ناستې په دوام درېیمه غونډه جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ښځو او د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د دوحې د غونډې په اجنډا  کې د بشري حقونو؛ په  ځانګړې توګه د ښځو د حقونه او د هغوی د استازو نشتون له امله  پراخ اعتراضونه کړي او ياده غونډه يې «غندلې» ده.

په همدې حال کې په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د نړۍ له هېوادونو د دوحې د غونډې د غندنې غوښتنه کړې ده.

افغان اعتراض کوونکو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، «د دوحې د ناستې هر ډول پایلې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه شتون له امله باطلې دي.»

د دوحې د غونډې دویمه ورځ څو دقیقې مخکې پیل شوه او ټاکل شوې چې په سیمه ییز وخت د ماسپښین تر ۳ بجو به دوام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا