اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالبګزارش

قطر افغانستان ځوانانو ته مسلکي زده کړې برابروي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قطر په همکارۍ کابل کې د ۱۵۰ ځوانانو لپاره یو روزنیز پروګرام پیل کړ.

د افغاني سرې میاشتې مسوولین وایي، دغه پروګرام کې به  له هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو یادو ځوانانو ته د پنځو میاشتو په لړ کې په اوو برخو کې زده کړې برابرې شي.

مسوولین وایي، پر دغه پروګرام به نهه سوه زره امریکایي ډالره لګښت راشي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن و ویل: « په پنځو میاشتو کې د اوو بېلابېلو مسلکونو زده کړې د فراه، هلمند او فاریاب ولایتونو ۱۵۰ ځوانانو ته برابریږي چې له هر ولایته به ۵۰ ځوانان پکې جذب شي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، عبدل بر و ویل: « قطر زموږ دویم کور دی، موږ سره یې په ټولو سختو شرایطو کې همکاري کړې ده. »

د قطر د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو دغه پروګرام کې له افغانستان سره له خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او وویل، د معیشت په نوم یو بل پروګرام هم په پام کې لري، چې لمخې به یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲۴ نورو کورنیو ته د کار زمینه برابره شي او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس و ویل: « د قطر د سرې میاشتې ټولنه له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوي، همدارنګه د امرار معیشت په نوم یو بل پروګرام هم په پام کې لري چې بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲۴ کورنیو ته کاري زمینه برابروي چې نږدې راتلونکي کې یې پرانیسته وشي.»

په ورته مهال د دغه پروګرام ګډونوال ځوانان له اسلامي امارت او خیر هېوادونو غواړي چې ځوانانو ته د کار لا ډېرې زمینې برابر کړي.

د پرګرام ګډونوال، محمد و ویل: « د خیاطۍ، انګلیسي، کمپیوټر، ولډینکارۍ او ودانیزو چارو په ګډون ۷ مسلکونه دي، هیله مو دا ده چې د دغو زده کړو ترڅنګ د کار زمینه هم برابره شي.»

د افغانې سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو په خبره دغه ۵ میاشتني پروګرام کې ۶۵۰  ښځې هم شاملې دي چې د درېیو میاشتو لپاره به ورته د خام ګنډلو، خیاطۍ، او ځینو خوړو د چمتو کولو په برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا