اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

قزاقستان ډیپلوماتان غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، نن د قزاقستان له يو شمېر ډیپلوماتانو سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ‏د یاد هېواد ډيپلوماتانو د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو، ګاز، سرب او جستو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

هغوی یادونه کړې چې د روان میلادي کال په اپرېل مياشت کې به له قزاقستان څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته سفر وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه د يادو ډيپلوماتانو د لېوالتیا هرکلی کړی او د کان کیندنې له قانون سره سم یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button