دید خبرې آژانس: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د قزاقستان له شارژدافیر گازیز اکباسوف سره په کتنه کې، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مشترکې سیمهییزې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس، ویلي چې افغانستان او قزاقستان ډېر مشترکات لري او اړینه ده یو د بل ملاتړ وکړي.
مولوي خالص د قزاقستان له شارژدافیر څخه غوښتنه کړې چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت، د اوبو او طبیعي منابعو د مدیریت او نورو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې ده: “د اقلیمي بدلون له امله د سیمه ییزو هېوادونو په شمول افغانستان ډیر زیات اغېزمن شوی، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانهیي ګازونو په خپریدو کې ونډه نه لري؛ خو له بده مرغه زموږ هېواد د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډېر زیات اغېزمن شوی”.
دغه راز د قزاقستان شارژدافیر ویلي دي: “زموږ د ماموریت موخه همدا ده چې له افغانستان سره به د بشردوستانه او زیربنایي پروژو په برخه کې همکاري کوو”.
هغه زیاته کړې ده: موږ به هڅې وکړو چې په نړۍوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړو؛ ځکه اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزې د سیمې ګډې ستونزې دي او موږ ټول به ورسره په ګډه مبارزه کوو.
د کتنې په پای کې، د چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.