افغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

قزاقستان د طا-لبانو نوم د تروریستي ډلو له نوملړه څخه ایستلی

دید خبرې آژانس: د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف وايي چې د طالبانو نوم یې د تروریستي ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

ویل کیږي جې توقایف دا پرېکړه نن د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړه.

د قزاقستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته په پام سره دا پرېکړه کړې ده.

د قزاقستان سترې محکمې د ۲۰۰۵ کال په مارچ میاشت کې طا-لبان د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل او د دې هېواد په قلمرو کې یې طا-لبان او له هغو سره همکاري ممنوع اعلان کړل.

له دې مخکې روسي چارواکو ویلي و، چې د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طا-لبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا