اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

قزاقستان د طا-لبانو د شارژدافير باور لیک منلی

د قزاقستان بهرنيو چارو وزارت پرون چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د طا-لبانو د شارژدافير محمد الرحمان رحماني باور لیک يې منلی دی.

اعلامیې زیاته کړې، چې په استانه کې د افغانستان د ډېپلوماتیک ماموريت مشر يې د دواړو هېوادو د اړيکو د پراخولو په موخه د شارژدافير په توګه منلی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د مرستیال علي بيک باکايف د طالب د ډېپلوماتانو سره د ليدنې خبر هم ورکړی.

اعلامیه د قزاقستان د بهرنيو چارو د مرستیال وزير په حواله وايي، چې دا اقدام يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي او بشري مرستو د دوام په موخه تر سره کړی.

علي بيک باکايف هيله ښودلې، چې دغه هڅه به د افغانستان د خلکو د وضعت ښه کېدو، په سیمه کې د سولې او امنيت ټينګښت تر څنګ اقتصادي او ټولنيز ثبات ته لاره هواره کړي.

د یادوني وړ ده، چې نن متحده عربي اماراتو هم ويلي وو، چې د دوی د وزارت د پروټوکول مرستیال سیف عبدالله الشامسي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر» بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.

متحده عربي اماراتو د طا-لبانو نوم نه دی اخیستی؛ خو لیکلي یې دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر باورلیک یې منلی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دغه وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو په موخه د طالبانو سفیر منلی دی.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه متحده عربي اماراتو ته د سفیر په کچه د خپل ډیپلوماتیک استازي د معرفي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د سیمې ډېرو هېوادونو د سفیرانو په کچه د طا-لبانو سیاسي استازي نه دي منلي او اکثره دغو هېوادونو په کاري کچه د دغې ډلې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.

په تېرو میاشتو کې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر او په وروستیو ورځو کې د طا-لبانو رییس الوزرا متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د حکومت له مشر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې «د افغانستان له بیارغونې سره مرسته، د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، د بندیانو خلاصون او د سیمې امنیت او ثبات» د غونډې موضوعات وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا