اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

فوزیه کوفي: دا زموږ تېروتنه وه، چې له افغانستانه ووتو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیاله فوزیه کوفي وايي، له افغانستانه د سیاست‌والو وتنه یوه تېروتنه وه چې په لوی لاس یې طا-لبانو ته میدان خالي کړ.

مېرمن کوفي افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې هغه او هغې ته ورته نور کسان باید په کابل کې پاتې وای چې طا-لبان یې ننګولي وای.

له طا-لبانو سره د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي دغه غړې وايي، که په کابل کې پاتې کېدونکي سیاست‌وال د طا-لبانو له‌خوا بندي شوي هم وای؛ نو په کار نه وه چې دوی له هېواده وتلي وای.

مېرمن کوفي وايي، له هغه مهاله چې جلا وطنه شوې، یوه دقیقه هم هغه له فکري پلوه له افغانستانه لرې نه وه.

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، موږ باید له افغانستانه د وتلو دغه تېروتنه د ډله ایزو کارونو له لارې دغه تېروتنه جبیره کړو.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې کله چې طا-لبان واک ته ورسېدل، د افغانستان د حکومت ډېر جګپوړي چارواکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان د مدني ټولنې نوموتې څېرې له له دغه هېواده ووتل.

د افغانستان د سیاست‌والو له ډلې یو یې هم بېرته خپل هېواد ته نه دی ستون شوی.

په کابل کې طا-لبانو هېڅ یو سیاست‌وال ته، له هغې ډلې حامد کرزي او ډاکتر عبدالله ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ده ورکړې.

دغې ډلې ویلي، چې ټول سیاسي ګوندونه لغوه شوي او هیڅوک د سیاسي فعالیتونو حق نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا