اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

فهیم عظیمي بې دلیله ‍‍۱۱ میاشت بندي دی

دید خبرې آژانس: د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د ناسمو تورونو له امله ۱۱ میاشتې کیږي چې د طا-لبانو په زندان کې دی.

دغه سازمان د طا-لبانو په زندان کې د فهیم عظیمي د رواني روغتیا په خرابیدو د ټینګار په ترڅ کې د هغه د ژر او بې له شرطه خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي ۳۰مه) خپره شوې، ویلي، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د هغه جرم په خاطر چې ترسره کړی یې نه دی، میاشتې وشوې چې د طالبانو په زندان کې دی. دغه سازمان زیاتوي، چې وروسته له هغه چې فهیم عظیمي د ۲۰۲۴ کال د اپریل په لومړۍ نېټه د طا-لبانو د محکمې پرېکړه و نه منله او د بیا کتنې غوښتنه یې وکړه، طا-لبانو د هغه قضیه د ملي امنیت محکمې ته راجع کړه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د فهیم عظیمي له دغې غوښتنې وروسته طا-لبانو د هغه قضیه په پوره بې غورۍ سره ځنډولې او په دې برخه کې یې کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی.

دغه سازمان یو ځل بیا یادونه وکړه، چې فهیم عظیمي په یوه «ناعادلانه» محاکمه او د ناسمو تورونو په تور په زندان کې دی.


اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا