دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره یوې روښانه او عملي لارې نقشې ته اړتیا ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، چې افغانستان ته یې د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي او د بشري مرستو او د ښځو د وضعیت په ګډون یې د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
ټام فلېچر وايي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره یوې لار نقشې ته اړتیا ده، څو د دواړو غاړو له لوري شته ستونزې په رڼه او عملي توګه حل شي.
هغه زیاتوي: «د نړۍ له نورو هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یوې لار نقشې او بهیر ته اړتیا ده. بلخوا، باید پر هغو خنډونو چې پر دې لاره شته، په رښتیني توګه بحث وشي او حل لارې ورته وموندل شي، ځکه چې دواړو غاړو ته ستونزې شته.»
هغه دا هم خبرداری ورکوي چې د امریکا د مرستو بندېدل د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي او ټینګار کوي چې بشري اصول باید د هر پروګرام په سر کې پاتې شي.
فلېچر وايي: «زه موافق یم، زموږ مرستې باید تل بې پرې او خپلواکې وي. او دا هغه اصول دي چې موږ یې پر بنسټ په ټوله نړۍ کې مرسته کوو. له همدې امله موږ د بشري مرستندویانو په توګه هر ځای ته ځو او له هر چا سره خبرې کوو، څو خپل کار وکړو.»
له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند هم تاییدوي چې فلیچر افغانستان ته په خپل سفر کې له بېلابېلو بنسټونو په ځانګړې توګه له هغو ډلو سره چې مشري یې د ښځو پرغاړه ده، کتلي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجاریک بیا وايي: «نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په سیمه کې د ولسي سازمانونو او د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو او دغه راز د ښځو د مدني ټولنې د استازو په ګډون زموږ له بشري شریکانو سره وکتل. ښاغلی فلیچر سبا افغانستان ته خپل سفر پای ته رسوي.»
ټام فلیچر د اپریل پر ۲۷مه افغانستان ته راغی او په دغه شپږ ورځني سفر کې یې له کابل، کندهار او کندزه لیدنه وکړه. هغه د هېوادوالو وضعیت له نږدې و ارزاوه او ډاډ یې ورکړ چې د بشري مرستو په برخه کې به د ملګرو ملتونو ملاتړ دوام ولري.