ډید خبري اژانس: د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال (هاګ) د جګړې له قربانیانو سره د لیدو لپاره فلسطین ته سفر کړی دی.
دغې محکمې نن شنبه (د قوس ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان رام الله ته رسېدلی دی.
دغې محکمې ویلي، چې کریم خان به د فلسطین له ولسمشر، لومړي وزیر او د عدلیې له وزیر سره وګوري.
د هاګ د محکمې څارنوال به د خپل سفر په ترڅ کې د ژوندي پاتې شویو کسانو او د قربانیانو له کورنیو سره هم وګوري.
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې اسرائیلي رژیم د حماس پر ضد په جګړه کې د زرګونو ماشومانو په ګډون تر ۱۶۰۰۰ ډیر ملکي وګړي وژلي دي. ملګرو ملتونو غزه د ماشومانو گورستان بللې ده.