دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د ننګرهار ولایت د تورخم عمري کمپ او فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال ټولو راستنېدونکو افغانانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ویلي، چې نوموړی د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبيحالله نوراني سره یوځای د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند د کمپ له بېلابېلو کمېټو سره په کتنه کې د هغوی کړنې ستایلي او د لا اغېزناکې همکارۍ لپاره یې لازمې مشورې ورکړې.
فطرت څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اسلامي امارت او خلک د راستنېدونکو هېوادوالو هرکلی کوي او په پوره ژمنتیا به یې خدمت ته دوام ورکړي.