فطرت: په افغانستان کې د هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د ځینو هېوادونو او جهتونو لهخوا طا-لبان د بشري حقونو په نقض او جنسیتي تبعیض تورنول بې ځایه دي.
نوموړي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی، چې تېر ماښام جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ وویل؛ که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پر ضد شکایت وکړي.
دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.
دغه تګلاره د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په موخه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په چوکاټ کې چمتو شوې، چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او څلورو واړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
خو ښاغلي فطرت په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي.
هغه زیاته کړې:« له بده مرغه داسې هڅه روانه ده، چې د څو تښتېدلو ښځو په خوله په افغانستان پسې پروپاګند کېږي او وضعیت ناسم ښیي.»
طا-لبانو تر دې وړاندې هم دغه ډول ادعاوې او راپورونه رد کړي وو.