فطرت: ملګري ملتونه دې په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امنیت شورا د غونډې په غبرګون کې ویلي، سرپرست حکومت تل هڅه کړې، چې له نړۍوالې ټولنې سره تعامل ولري.

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په اند، ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې خنډونه رامنځته کړي.
ښاغلی فطرت په دې هکله زیاتوي:«متاسفانه ځينې هېوادونه، په دې برخه کې خنډونه رامنځته کوي، دا د ملګرو ملتونو سازمان تر جرآت او سالم تصمیم پورې اړه لري، دوی باید د لویو هېوادونو د سیاستونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونهکړي، خپلواکه او واقعاً بېپرې تصمیم ونیسي، کهچېرې داسې وشي بیا افغانستان کولای شي په نړۍواله ټولنه کې، خپل ځای ومومي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي.»
د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ټولګډوني حکومت پر رامنځته کېدو او د بشري حقونو پر تامین خبرې اترې وشوې. په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، امریکا او ځينو نورو هېوادونو استازو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د اقداماتو غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې دوروټي شی وايي:«موږ د دا/عش خراسان څانګې نړۍوال ګواښ ته اندېښمن یو. موږ له طا-لبانو غواړو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي. طا-لبان باید ډاډ ورکړي، چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پټنځای په توګه ونه کارول شي، چې د امریکا، زموږ د متحدینو یا د کوم بل هېواد امنیت وګواښي.»
د چین او روسیې استازو پر نورو مسایلو سربېره، د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د لګول شوي بندیز د لېرې کېدو غوښتنه وکړه او د ټولګډوني حکومت پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل:«په هېواد کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه رښتیني ټولګډوني حکومت جوړېدل لا هم مهم دي. موږ تمه لرو، چې په دې دواړو برخو کې مثبت بدلونونه وګورو.»
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کونګ هم ویلي:«چین یو ځل بیا ټینګار کوي، چې شورا باید د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو پر سفرونو د لګول شوي بندیز معافیت بېرته عملي کړي او د ۱۹۸۸ کال د بندیزونو رژیم پر وخت تنظیم کړي څو د سرپرست حکومت بهرنۍ تعامل اسانه شي.»
د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د افغان ښځو مسئله د دې غونډې یوه بله مهمه موضوع وه.
په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا د دایمي استازي مرستیال جیمز کاریوکي څرګنده کړې:«افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د طا-لبانو چارواکو ویلي وو، چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو پر منځنیو زدهکړو لګول شوی بندیز لنډمهالی دی؛ خو درې کاله وروسته هم افغان نجونې د زدهکړې له حقه محرومې دي.»
د دې غونډې په پای کې ۹ هېوادونو په یوې ګډې اعلامیه کې، چې «په افغانستان کې ښځې، سوله او امنیت » تر سرلیک لاندې وه، د یوناما د ماموریت د خځېدو ملاتړ وکړ او د افغان ښځو د وضعیت په تړاو یې اندېښنه وښوده.