اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

فطرت: افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف خبرو ته په غبرګون کې وایي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د دا/عش، القا/عدې او د تحریک طا-لبان پاکستان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې شته چې د سیمې او د نړۍ هېوادونو لپاره ګواښ پېښولای شي.

ښاغلي شریف له طا-لبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د خونړیو بریدونو له عاملانو سره مبارزه وکړي.

خو ښاغلي فطرت د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د یوه ویډیویي پیغام له لارې ویلي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی او هیڅ یوې بهرنۍ ډلې ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه په ټینګار سره ویلي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ کړي.

هغه دا رنګه د چین، ایران او روسیې له دریځونو هرکلی کړی او ویلي یې دي:« موږ د ټولو ګاونډبو هېوادونو د مثبتو سیاستونو ملاتړ او هرکلی کوو.»

په افغانستان کې د طا-لبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو سیمه ایزو او د نړۍ نورو هېوادونو دغلته د ترهګرو د مرکزونو په جوړولو اندېښنې ښودلي، چې له ډلې یې دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان په وار، وار دغه اندېښنې په نړیوالو دریځونو کې په ډاګه کړېدي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا