اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

فرحان حق: د طا-لبانو سره په دوحه غونډه کې د واکمنو چارواکو په څیر چلند کیږي

دید خبرې آژانس: فرحان حق، د ملګرو ملتونو د لوی منشی ویاند وايي، د دوحه په درېیمه غونډه کې به له طا-لبانو سره د افغانستان د اوسنیو واکمنانو په څېر چلند وشي.

د ملګروملتونو د لوی منشي د ویاند مرستیال د دوحې په دریېمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په تړاو خبري غونډې ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په دغه غونډه کې د اسلامي امارت استازي د افغانستان د قانوني او رسمي دولت په توګه نه بلکې د افغانستان د اوسنیو حاکمانو په توګه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال، فرحان حق ویلي: (موږ له طالبانو سره د واکمنو چارواکو په توګه چلند کوو، له هغوی سره د افغانستان په رسمېت پیژندل شوي دولت په توګه چلند نه کیږي.)

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند د دوحې په دریېمه غونډه کې د بحث مهم موضوعات له افغانستان سره بشري مرستې او په هېواد کې د پانګونې زمینې برابرېدل بللي وو.

د نړیوالې ټولنې په اند په هېواد کې د بشري حقونو مسله او د نجونو زده کړې، د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ مهم او نا حل شوي موضوعات دي چې ظاهرا د دوحې د دریېمې غونډې له اجنډا ایستل شوي.

تر دې وړاندې د فرانسې خبري سرچینې د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی وو چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي د دوحې دریېمې غونډې ته نه دي بلل شوي.

دغې سرچینې دغه راز زیاته کړې چې په دغه غونډه کې به د ملګروملتونو لوی منشي هم ګډون ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا