اسلایدشوافغانستانخبرد بیان ازاديکلتور او هنر
فراه کې د اسراء په نوم راډيو خپل خپرونې پیل کړې ده
دید خبرې آژانس: د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اسراء په نوم راډیو د فعالیت خبر ورکړی دی.

د اسراء راډیو مسوول عبدالبصير رحماني د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دولت او رسنۍ باید یو د بل ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې شته واقعیتونه او لاسته راوړنې په ریښتیني ډول منعکس شي.
همداراز د فراه د اطلاعاتو آمر فاضل فیاض وویل چې دا مهال په فراه کې ۲ انځوريزې، ۷ غږیزې، یوه چاپي رسنۍ فعالیت لري.
د ارشاد، حج او اوقافو ریاست امر مفتي عبدالرحیم حقاني د فکري او رسنیزې مبارزې دوام ته اشاره وکړه، او د امر بالمعروف ریاست استازي د رسنیو د مسوولیتونو په اهمیت ټینګار وکړ.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په فراه کې ګڼو رسنیو رسمي فعالیتونه پیل کړي دي.