اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

فراهي: خلکو ته نظام د مهمو لاسته راوړنو رسول، د ټولو ګډ مسووليت دی

دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري، د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار نن په کابل کې پيل شو.

په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي ويلي دي: “مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده. د نظام کاري ژمنتيا، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي او اسلامي امارت له ډېرو محدوديتونو سره سره، بيا هم په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې لري چې تر خلکو رسول يې زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی.”

فراهي زياته کړې چې د‌ هرې ادارې وياند بايد د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ولري؛ د خپلې ادارې اړوند معلومات رسنيز کړي؛ دقت او سرعت په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.

دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي ریيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د سمينار په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزراء عالي مقام له حکم سره سم؛ په هرو درېيو مياشتو کې له ویاندویانو سره د‌ همغږۍ غونډه جوړېږي.

ورته مهال، د کابل پوهنتون د استاد شفيق اللّٰه وردګ له لوري، د سمينار ګډونوالو ته د وياندويۍ او رسنيو اړوند موضوعاتو په اړه ترتيب شوي معلومات وړاندې شوي دي.

هېره دې نه وي چې ياد روزنيز سمينار به څلور ورځې دوام وکړي او هره ورځ به د بېلابېلو استادانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا