روستي خبرونهنړۍ

فتح الله ګولن : په کودتا کې ښکیل وم،خو رهبري مې نده کړې

د ترکې مشهور سیاستمدار فتح الله ګولن په لمړي ځل منلې چې په ترکي حکومت په شوې کودتا کې یې لاس ؤ.
نوموړي تیره ورځ د فرانسې له ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د تېر کال د کودتا په پلان کې شامل و، خو دا خبر چې د کودتا رهبري د ګولن په غاړه وه رد کړې ده.
نوموړي یوځل بیا په زغرده ویلي چې د ټرمپ په ګډون به د امریکا هېڅ ولسمشر  نوموړی ترکیې ته تسلیم نکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دترکیې حکومت د استبداد په لور روان دی او دی د اردوغان په مشرۍ د او سنۍ ترکي ادارې سخت مخالفت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکي ولسمشر تیره ورځ مخالفین او په کودتا کې ښکیلې کړۍ په مرګ وګواښلې.

تیرکال زرګونو تنو د ترکې حکومت پرضد کودتا وکړه چې د ترکیې حکومت د کودتا مخنیوی په وخت سره وکړ. په کودتا کې شاوخوا ۲۵۰ تنه ووژل شول . ترکي حکومت د کودتاچیانو په ګډون زرګونه کسان زندانیان کړل چې لا هم دا لړۍ دوام لري.
ترکي حکومت د کودتا اصلي رهبر فتح الله ګولن وباله او له امریکا یې د نوموړي د سپارلو کیدو غوښتنه وکړه خو امریکا تر اوسه هم دې غوشتنې ته مثبت ځواب نده ویلی

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا