فایق ستانکزي ته: ستاسو ډيپلوماټيک شعارونه پېرودونکي نه لري
دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت استازي نصیر احمد فایق د عباس ستانکزي وروستیو خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې ستاسو کړنو افغانستان او خلک یې د جهالت، بې وزلۍ او انزوا سره مخ کړي.
د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې له چین، روسیې او ایران سره د دې ډلې د سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړې، چې ایران او طا-لبان به په ګډه د خپلو اړیکو په پراخولو سره د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو فشارونو ته ځواب ووایي.
نصیر احمد فایق په خپله اېکس خواله رسنۍ عباس ستانکزی مخاطب کړی او ورته لیکلي یې دي، چې تاسو د افغانستان او افغانانو سره دوښمني کوی.
فایق لیکي: «له افغان ښځو سره ستاسو دښمني د افغانانو د کلتور د بدنامۍ او د اسلام د سپېڅلي دين د سپکاوي سبب شوې ده. دا ډیپلوماټیکي شعارونه د افغانانو په منځ کې هېڅ پیرودونکی نه لري. وروستي څلور کاله ستاسو د عملونو او ادعاوو لوی امتحان دی».
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره د سوداګرو د ستونزو د هواري، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پانګونې د جلبولو په موخه یوه تعارفي ناسته وکړه.
په دې کتنه کې ستانکزي د ایران سفیر ته په خطاب کې وویل: ((هیله لرو چې ستاسو تر ماموریت لاندې به زموږ اړیکې نه یوازې په اقتصادي ډګر کې، بلکې په سیاست، پوهنې او نورو برخو کې هم پراخې شي.))